اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری وئيلي دي حکومت پاور سیکټر كښې داسې تاریخی او جرات منده اصلاحات کړې د كوم چې نه يواځې نړيوالي ادارې بلکه د نړۍ پوهان ستائنه كوي۔ده واضحه كړه چې هېواد كښې پیدا كيدونكي نزدې 20 فیصده بجلۍ په ګرانه بيعه درآمد كېدونكې ایندھن څخه جوړيږي دغسې د حکومت کوټلو پالیسیو له امله په هغې انحصار …
حکومت پاور سیکټر كښې تاریخی اصلاحات کړي،د كومو چې نړيوالي مالياتي ادارې او پوهان ستائنه كوي۔اوېس احمد خان لغاري

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری وئيلي دي حکومت پاور سیکټر كښې داسې تاریخی او جرات منده اصلاحات کړې د كوم چې نه يواځې نړيوالي ادارې بلکه د نړۍ پوهان ستائنه كوي۔ده واضحه كړه چې هېواد كښې پیدا كيدونكي نزدې 20 فیصده بجلۍ په ګرانه بيعه درآمد كېدونكې ایندھن څخه جوړيږي دغسې د حکومت کوټلو پالیسیو له امله په هغې انحصار كښې كمے كوو۔د نهي په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د نوي نیټ میټرنګ په پالیسۍ وفاقی وزیر ووئيل د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې پاور سیکټر ریفارمز په نړيواله كچه يو مثالي ماډل ګرځولے شوے۔ده ووئيل نړيوالې ادارې هم د دې خبري اعتراف کوي چې پاکستان كښې د بجلۍ په څانګه كښې څومره ذمه واره او انقلابی اصلاحات شوي،د دې په تير وخت كښې مثال نه موندلے كيږي۔اوېس لغاری ووئيل حکومت تر ټولو اول د بجلۍ پیدا کوونكو ادارو (آئی پی پیز) په لوظ نامو نظرثانی کړي، فشار او سفارش نه غير قامي ګټې له پريكړي شوي او لويې مالي ګټې ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د دغه اصلاحات په نتيجه كښې راروانو 6 نه تر 7 كلونو كښې د 3400 اربه روپو اضافي بار ختم کړے شو كوم چې آئی پی پیز له وركول وو ۔وفاقی وزیر ووئيل حکومت 10 زره میګاواټ د ګراني بيعي بجلۍ په نظام كښې شاملولو څخه په ايسارولو راروانو 20 كلونو كښې 17 اربه ډالره اضافی بار څخه قام وساتلو ۔دغسې د تقسیم کوونكو کمپنیو (ډسکوز) کارکردګي ښه كولو سره په يو كال كښې 586 اربه روپۍ د كال بار کمولو سره 397 اربه روۍ ته راوستلے شوے۔نیټ میټرنګ په اړه خبره كولو سره اوېس لغاری ووئيل هېواد كښې د مجموعي بجلۍ صارفینو شميره درې نيم كروړه څخه زياته ده چې پكښې يواځې څلور لکهه 66 زره نزدې صارفین نیټ میټرنګ څخه ګټه پورته كوي۔دغه صارفین نزدې 7 زره میګاواټ بجلي سسټم كښې شاملوي چې پكښې لوبه برخه د صنعتی صارفین ده۔








