اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سېنېټ خبر كړے دے چې د لوړو زدكړو كميشن (ايچ اي سي) چيئرمېن تعيناتۍ عمل بېا پېل كيږي دغسې چې ټاكنه په مكمل توګه په ميرټ اوشي۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر كامران مرتضيٰ د پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل حكومت وړاندې څخه د تعيناتۍ عمل پېل كړے …
د ايچ اي سي چيئرمېن تعيناتۍ عمل بېا پېل كيږي۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سېنېټ خبر كړے دے چې د لوړو زدكړو كميشن (ايچ اي سي) چيئرمېن تعيناتۍ عمل بېا پېل كيږي دغسې چې ټاكنه په مكمل توګه په ميرټ اوشي۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر كامران مرتضيٰ د پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل حكومت وړاندې څخه د تعيناتۍ عمل پېل كړے او د سرچ كمېټۍ د لارې انټرويوز شوي دغسې د ايچ اي سي پراخه او مهمو كارونو لكه چې د نصاب نګراني، د پوهنتونونو ضابطېې او علمي معيار تحفظ تر مخه يو بل پراؤ ته ضرورت محسوس شوے۔وفاقي وزير واضحه كړه چې د مستقل چيئرمېن په نشتوالي كښې ايچ اي سي غير فعاله كيدے نشي ځكه چې دا يو قانوني كمېشن دے او د دې اجلاس يواځې د چيئرمېن په موجودګۍ انحصار نه لري۔ده ووئيل ايګزيكټو ډائريكټر د روزمره چارو انتظام كښې مهم كردار ترسره كوي او د قانون له مخې چيئرمېن لپاره هم انتظام شته۔اعظم نذير تارړ ووئيل وزيراعظم په ذاتي توګه د دې عمل نګراني كوي دغسې چې تر ټولو اهل او موزو كس د ميرټ له مخې تعينات كړے شي۔










