اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير او صدر انټرنېشنل افېئرز پاکستان مسلم لیګ (ن)سېنېټر اسحاق ډار سره د يو اے اي او كاناډا عهدېدارو په شمول غلام مصطفی مغل ٬ چیئرمېن مسلم لیګ( ن) یو اے اي ٬ پیر عدنان بودله ٬ هېډ میډیا مسلم لیګ( ن ) كاناډا ، راجه شفيق٬ نائب صدر مسلم لیګ (ن) كاناډا او نورو لارښودو ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ایډیشنل …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د مسلم ليګ (ن) يو اے اي او كاناډا لارښودو ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير او صدر انټرنېشنل افېئرز پاکستان مسلم لیګ (ن)سېنېټر اسحاق ډار سره د يو اے اي او كاناډا عهدېدارو په شمول غلام مصطفی مغل ٬ چیئرمېن مسلم لیګ( ن) یو اے اي ٬ پیر عدنان بودله ٬ هېډ میډیا مسلم لیګ( ن ) كاناډا ، راجه شفيق٬ نائب صدر مسلم لیګ (ن) كاناډا او نورو لارښودو ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ایډیشنل سېکرټری جنرل پاکستان مسلم لیګ( ن) انوشه رحمان هم ګډون وكړو۔ د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې ګډون كوونكو نائب وزيراعظم ته آپرېشن بنيان مرصوص كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره ووئيل سمندر پورې پاکستانیان د شين پاسپورټ عزت په بحالولو د وزيراعظم او نائب وزيراعظم مننه كوي۔ ګډون كوونكو د پاكستان سلامتيا او بهترۍ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف او نائب وزيراعظم په معاشي او سفارتي مېدان كښې پورته كړې ګامونه وستائېل۔ په دې موقع راجه شفيق نائب وزيراعظم ته په آزاد كشمير كښې د پرمختيائي كارونو په اړه كتاب هم وړاندې كړو۔ نائب وزیراعظم د پلاوي مننهې كولو سره ووئيل سمندر پورې پاکستانيان زمونږ وياړ او اثاثه ده او مونږ د دوئي مسئلې حل كولو له كار كوو۔ ده ووئيل د نړۍ يو شمېر هېوادونه دا مهال پاكستان سره تجارتي او سفارتي اړيكو زياتولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل د مئي په 9 مه نېټه كاميابي د پروردګار په مونږ مهرباني ده چې ورسره په ګرده نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات شوے دے ٬ په دې چې څومره هم شكر ادا كړے شي لږ دے










