اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف بلوچستان ليبرېشن آرمي د قاچاقبرو جرائم پيشه عناصرو٬ملټري ونګ ګرځولو سره وئېلي دي چې په هندي سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو د روانو مجرمانه فعاليتونو ځواب به رياست په بشپړه ډول وركړي۔فساد في الارض كونكو سره به هېڅ ډول مذاكرات نه كيږي۔پارليمنټ دې د سياسي اختلافاتو څخه پرته د امنيتي ځواكونو په شاه د ترهه ګرو مقابلې لپاره ودرېږي۔د …
په هندي سرپرستۍ كښې د روانې ترهه ګرۍ او مجرمانه فعالييتونو ځواب به رياست په بشپړ ډول وركړي: خواجه آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف بلوچستان ليبرېشن آرمي د قاچاقبرو جرائم پيشه عناصرو٬ملټري ونګ ګرځولو سره وئېلي دي چې په هندي سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو د روانو مجرمانه فعاليتونو ځواب به رياست په بشپړه ډول وركړي۔فساد في الارض كونكو سره به هېڅ ډول مذاكرات نه كيږي۔پارليمنټ دې د سياسي اختلافاتو څخه پرته د امنيتي ځواكونو په شاه د ترهه ګرو مقابلې لپاره ودرېږي۔د شهيدانو په جنازو كښې ګډون نه كونكي به هم د رياست په ضد ولاړ ګڼلې شي۔وژل شويو ترهه ګرو څخه عصري غېر ملكي وسله برآمد شوې۔دوي ته دا وسله څوك وركوي۔هغه د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې كولې۔د دفاع وزير ووئيل ايران څخه په اجازت نامه په 40 روپۍ ليټر پيټرول اخستونكي دا نيټ ورك آف كرپشن په 200 روپۍ ليټر خرڅولو سره 4 ارب روپۍ د ورځې ګټي٬ددې مخ نيوې شوې دې۔دوي امن ته زيان رسولې دې۔ده ووئيل د بلوچستان لبرېشن آرمي پلون جرائم پيشه عناصر قاچاق ته تحفظ وركوي۔پاك پوځ او قانون نافذ كونكې ادارې د دوي په ضد كاروائۍ كوي۔د دفاع وزير ووئيل د 24 ساعتونو په مهال 177 ترهګر وژل شوي٬ لس پوليس شپږ ايف سي يو ليوي اهلكار شهيد شو او په ګوادر كښې 33 وګړي شهيدان شول۔ده ووئيل په بلوچستان كښې 40 فيصد بلوچ دي٬ 34 پښتانه٬ 13 فيصد براهوي او 4 فيصد نور دي۔يو بيانيه جوړه كړې شوې چې به بلوچستان كښې د ټولو زيات بلوچ دي كومو ته چې حقونه نه دي وركړې شوې۔ده ووئيل كومه وسله چې ترهه ګرو سره ده هغه مونږ سره هم نشته دا وسله د كوم ځاې نه راځي٬دا امريكې جوړه وسله ده۔ده ووئيل زمونږ پارليمنټ دې د اختلافاتو پرته د پاك پوځ په شاه ودرږي۔ده زياته كړه چې كوم كسان چې د شهيدانو په جنازه كښې نه شاملېږي هغوي به ولاړ ګڼلې شي











