د سينيټ د لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان ناصر په مشرۍ كښې د سينيټ د بزنس ايډوائزري کميټۍ غونډه

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د سېنېټ د لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان ناصر په مشرۍ كښې د سېنېټ د بزنس ايډوائزري کمېټۍ غونډه د ګل په ورځ شوې٬ چې پكښې د سېنېټ د 358مې غونډې په مهال د كېدونكې قانون سازۍ په چارو غور شوې۔ د غونډې په مهال پرېكړه وشوه چې په موجوده سيشن كښې به د قانون سازۍ نه علاوه په اهم قامي او نړيوالو …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د سېنېټ د لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان ناصر په مشرۍ كښې د سېنېټ د بزنس ايډوائزري کمېټۍ غونډه د ګل په ورځ شوې٬ چې پكښې د سېنېټ د 358مې غونډې په مهال د كېدونكې قانون سازۍ په چارو غور شوې۔ د غونډې په مهال پرېكړه وشوه چې په موجوده سيشن كښې به د قانون سازۍ نه علاوه په اهم قامي او نړيوالو معاملو هم تفصيلي بحث كېږي٬ بزنس اېډوائزري کميټۍ د دې خبرې پرېكړه وكړه چې د موجوده غونډې تر 13 فروري كال 2026 د جاري پاتې كېدو امكان دے۔ په غونډه كښې په سېنېټ كښې قائد حزبِ اختلاف راجا ناصر عباس، سينيټر رانا ثناء ، سينيټر سليم مانډوي والا، سينيټر منظور احمد، سينيټر عطاالرحمٰن، سينيټر جان محمد، سينيټر حاجي هدايت خان، سينيټر کامل علي آغا، سينيټر عامر ولي الدين چشتي، سينيټر اعظم نذير تارړ او د سېنېټ لنډمهاله سيکرټري حفيظ الله شېخ ګډون وكړو۔