اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د قازقستان د سائنس او اعلی تعليم وزير سياسات نوربيک د پاكستان خپل همڅنګ وفاقي وزير خالد مګسي سره په نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ) كښې د ساتبايوف قازق کلتور سېنټر پرانسته كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير خالد حسېن مګسي ووئيل چې نن مونږ يوازې د يوې ودانۍ پرانسته نه كوٶ بلكې د پاكستان او قازقستان ترمېنځه د يو مضبوط …
نسټ كښې د ساتبايوف قازق كلتور سنټر پرانسته٬ د پاكستان او قازقستان ترمينځه مضبوط او د تل پاتي پل بنياد ږدو: وفاقي وزير خالد مګسي

مزید خبریں
اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د قازقستان د سائنس او اعلی تعليم وزير سياسات نوربيک د پاكستان خپل همڅنګ وفاقي وزير خالد مګسي سره په نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ) كښې د ساتبايوف قازق کلتور سېنټر پرانسته كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير خالد حسېن مګسي ووئيل چې نن مونږ يوازې د يوې ودانۍ پرانسته نه كوٶ بلكې د پاكستان او قازقستان ترمېنځه د يو مضبوط او تل پاتي پل بنياد ږدو۔ ده ووئيل چې مېنځنۍ آسياء د پاكستان زړه ته نزدې ده او پاكستان له د قازقستان تجربو څخه ډېر څه زده كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د قازقستان وزير سياسات نوربېك ووئيل پاكستان او قازقستان مشتركه كلتور او تاريخ لري او 150 كاله اګاهو دواړه منطقې يو بل ته نزدې وې۔ ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو لپاره تجارت او د سرمايه كارۍ قوې انفراسټركچر ته اړتيا ده۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې د تعليمي او سائنسي مرستې د لارې به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكم شي او زلمي كول ته به د زده كړې او پرمختګ نوې موقعې ترلاسه شي۔











