وزيراعظم شهباز شريف سره د يونيسکو ډائريکټر جنرل ډاکټر خالد الايناني وليدل

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ټولشموله او معياري تعليم ودې، د كلتوري ورثې تحفظ او د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي تګلاره قوي كولو له د پاكستان لخوا د يونيسکو د بنيادي اقدارو خيال ساتلو عزم پخلے كړے دے۔وزيراعظم شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو تعليمي، سائنسي او د كلتوري تنظيم (يونيسکو) ډائريکټر جنرل ډاکټر خالد الايناني د ګل په ورځ ليدلي۔ په دې موقع وفاقي …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ټولشموله او معياري تعليم ودې، د كلتوري ورثې تحفظ او د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي تګلاره قوي كولو له د پاكستان لخوا د يونيسکو د بنيادي اقدارو خيال ساتلو عزم پخلے كړے دے۔وزيراعظم شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو تعليمي، سائنسي او د كلتوري تنظيم (يونيسکو) ډائريکټر جنرل ډاکټر خالد الايناني د ګل په ورځ ليدلي۔ په دې موقع وفاقي وزيران ډاکټر خالد مقبول صديقي، خالد حسېن مګسي، اورنګزېب کھچي او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ډاکټر خالد الايناني ته د يونېسكو ډائريکټر جنرل په منتخب كېدو مباركي وركولو سره د ټولشموله او معياري تعليم ودې، د كلتوري ورثې تحفظ او د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي تګلاره قوي كولو له د پاكستان لخوا د يونيسکو د بنيادي اقدارو خيال ساتلو عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم د يونيسکو کليدي کردار ستائلو سره د ډاکټر خالد الايناني په مشرۍ كښې تنظيم سره مرسته جاري ساتلو كښې د پاكستان خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم د تعليم ودې لپاره د حكومت لخوا شوې بېلا بېل اقدامات په خاص توګه ” ايجوکيشن ايمرجنسي” چې مقصد ئي سكول ته د تللو د عمر ماشومانو داخلو كښې اضافې په څېر په اقداماتو رڼا واچوله۔ وزيراعظم د پنجاب وزيراعلی په توګه خپل دور كښې د تعليم په څانګه كښې د ترلاسه تجربو ٬ بهترين طريقو او كاميابو ذكر هم وكړو٬ د ملاقات په مهال وزيراعظم په پاکستان كښې د كلتوري ورثې د 6 ځايونو تحفظ او په دې خبره د يونيسکو په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او يونيسکو ته ئې د کھيوړه سالټ مائنز په څېر نور ځايونه په كلتوري ورثه كښې د شاملولو بلنه وركړه۔ د يونېسكو ډائريکټر جنرل په تود هركلي د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چې ما د خَپلې مختصر دورې په مهال د بېلو سكولونو او كلتوري ځايونو دوره كړې۔ ده د تعليم په څانګه كښې د پاکستان د کاميابو ستائنه وكړه او تعليم، سائنس او كلتوري څانګو كښې ئې د پاکستان د هلو ځلو د ملاتړ عزم وكړو۔