اسلام آباد 24 جنوري(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاكستان سباؤن نېغ په نېغه خپل ځوان كول سره تړلے دے٬ لوړو زده كړو ته لاس رسنه ٬ د مستحق زده كوونكو مرسته او د ټېكنالوجۍ په غوره ډول كارولو په څير اقدامات په عملي معيشت كښې د ځوانانو كردار ترسره كولو كښې مرسته كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د دې …
لوړو زده كړو ته رسنه ٬ د مستحقو زده كوونكو مرسته او د ټيكنالوجۍ په غوره ډول كارولو په څير اقدامات په عملي معيشت كښې د ځوانانو كردار ترسره كولو كښې مرسته كوي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د زده كړو نړيوالې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جنوري(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاكستان سباؤن نېغ په نېغه خپل ځوان كول سره تړلے دے٬ لوړو زده كړو ته لاس رسنه ٬ د مستحق زده كوونكو مرسته او د ټېكنالوجۍ په غوره ډول كارولو په څير اقدامات په عملي معيشت كښې د ځوانانو كردار ترسره كولو كښې مرسته كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د زده كړو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده د زده كړو نړيوالې ورځ په موقع د پاكستان اولس او په خاص توګه زده كوونكو ٬ استاذانو ٬ مور پلار ٬ سكالرانو او د زده كړو ودې سره تړون لرونكو ټولو وګړو ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل د روان كال سرخط ”د تعلیم په تخلیق كښې د ځوانانو طاقت“ په دې خبره زور راوړي چې ځوانان دې يوازې د طالب علم نه بلكې د مفكر ٬ موجد او ذمه وار وګړي په حېث تسليم كړے شي د چا خيالات چې تعليمي نظام او جمهوري ټولنې مضبوطوي۔ صدر مملکت ووئيل د پاكستان سباؤن نېغ په نېغه ځوان كول سره تړلے دے٬ زمونږ د هېواد كلتوري وراثت پراخه او د ځوانانو آبادي زياته ده له دې كبله مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې زده كړې په ځوانانو كښې نه يوازې تجسس ، قابلیت او كردار ته وده وركړي بلكې دوي په تنقيدي سوچ ٬ اخلاقي عمل او ټولنه كښې د مثبت كردار ترسره كولو جوګه كړي۔ ده ووئېل د آئين آرټيكل 25 اے لاندې د وېړيا او لازمي تعليم ضمانت دې بنيادي حق لپاره زمونږ د ګډ عزم عكاسي كوي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل مهارتونو ته ودې وركولو له كوونكې قامي اقدامات ځوانان رامخې ته د رامخې ته كېدونكي ټېكنالوجيز څخه استفاده كولو ته چمتو كوي او تربيه نړيوال معيار سره هم آهنګ كولو سره سره دوي ته د روزګار ٬ كاروبار او په نړيواله كچه د شموليت موقعې وركوي۔ ده ووئيل مېرمنو ٬ د مدرسو زده كوونكو او د وروستو پاتې سيمې ځوانانو ته د موقعو وركولو اقدامات سماجي همغږۍ ته ودې وركولو سره سره دا خبره باوري كوي چې د ترقۍ مېوې دې ټولو ته يو برابر ترلاسه وي۔ صدر مملکت ووئيل زده كړې هغه مهال وده كوي كله چې كورنۍ ٬ ټولنه٬ استاذان٬ ادارې او نجي څانګې په ګډه كار كوي او كله چې زده كوونكي خپل علمي چاپېريال سنګارولو كښې په حقيقي توګه شامل وي۔ ده ووئيل زه په ننۍ ورځ هيله لرم چې ټول اړوند وګړي او ادارې به زده كړې د يوې قومي ترجيح په توګه تسليم كړي او خپل ځوانان به د يو هنرمند ، روشن خیاله او مضبوط پاکستان په جوړولو كښې همكاران كړي۔ صدر مملکت دعا وكړه چې زمونږ اجتماعي هڅې دې راتلونكي كول لپاره د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ ضامن وي۔











