لندن 23جنوری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په چترال كښې د واورې كمر لوېدو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره اړوندو وفاقي ريكسيو او ريلف ادارو ته د صوبائي حكومت په مرسته د مرستې كاروائۍ تندولو هدايت كړے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ځپلي په سمدستي توګه محفوظ ځايونو ته د رسولو په …
وزيراعظم محمد شهباز شريف په چترال كښې د واورې كمر لوېدو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
لندن 23جنوری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په چترال كښې د واورې كمر لوېدو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره اړوندو وفاقي ريكسيو او ريلف ادارو ته د صوبائي حكومت په مرسته د مرستې كاروائۍ تندولو هدايت كړے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ځپلي په سمدستي توګه محفوظ ځايونو ته د رسولو په اړه د اقدامات هم امر وكړو ۔ده د اين ډي ايم اے چيئرمېن ته د هېواد په غرئيزو سيمو كښې د واورې ورېدو نه پس د صورتحال څارنې او اړوندو ادارو سره د رابطې ساتلو هم هدايت وكړو ٬ دغسې چې وګري د كوم هم ممكنه صورتحال سره مخ نه شي۔











