صدر مملكت آصف علي زرداري چترال كښې د واورو كمر رالوېدو له امله په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 23جنوری(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري چترال كښې د واورو كمر رالوېدو له امله په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې سره د ارواښادو لپاره د بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا …

اسلام آباد 23جنوری(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري چترال كښې د واورو كمر رالوېدو له امله په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې سره د ارواښادو لپاره د بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ده ووئيل سخت باران٬واوره ورېدل او ناڅاپي سخته يخنۍ د موسمياتي هنګامي صورتحال ښكاره علامت دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو زيات شوې اثرات په ګوته كوي۔صدر مملكت وفاقي٬صوبائي او ځايې ادارو ته هدايت وكړو چې ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ اقدامات تند كړي او اولس سره پرله پسې رابطه اوساتي۔ده جديد ټېكنالوجي په موثر توګه كارولو زور راوړولو سره ووئېل په وخت معلومات وركول او د اولس تحفظ باوري كول د رياست تر ټولو وړومبې ذمه واري ده۔

مزید خبریں