نائب وزیراعظم اسحاق ډار د چین دورې نه پس هيواد ته راورسيد

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډاربیجنګ كښې د پاك-چین خارجه وزيرانو سټریټجکي ډائیلاك 7م دور کامیابۍ سره بشپړيدو نه پس اسلام آباد ته راورسيد۔د خارجه دفتر جاري شوې بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار 2026 كښې د چین دورہ کونكے وړومبے غیر ملکي اعلیٰ شخصیت ؤ څوك چې د چین خارجه وزير وانګ یی په …

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډاربیجنګ كښې د پاك-چین خارجه وزيرانو سټریټجکي ډائیلاك 7م دور کامیابۍ سره بشپړيدو نه پس اسلام آباد ته راورسيد۔د خارجه دفتر جاري شوې بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار 2026 كښې د چین دورہ کونكے وړومبے غیر ملکي اعلیٰ شخصیت ؤ څوك چې د چین خارجه وزير وانګ یی په بلنه تللے ؤ۔دا دوره د پاکستان او چین ترمينځه د قوي اړيكو او شريك باور څرګندونه وه۔سټریټجکي ډائیلاګ په مهال د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخستلے شو۔ ډلو د تجارت، سرمایه كارۍ ، زراعت، صنعت، رابطه کارۍ او نورو پرمختيائي څانګو كښې د مرستي پشمول د خپل سټریټجکي کوآپریټو پارټنرشپ قوي کولو د عزم پخلے وكړو۔د خبرو شريك صدارت نه علاوه نائب وزیراعظم و خارجه وزير د چين قیادت او اعلیٰ چارواكو سره ګټه ور ملاقاتونه هم كړي چې پكښې شريكې ګټې ته وده وركول،سيمه ايز استحکام او په سباؤن اډانه شراکت دارۍ لا زياتولو له د عزم توثیق وشو۔

مزید خبریں