د سينيټ ډپټي چيئرمين سينيټر سيدال خان ناصر په مشرۍ كښې به د سينيټ پارليماني پلاوې د جنورۍ 20 مې څخه د امريكې دوره كوي

اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د سينيټ ډپټي چيئرمين سينيټر سيدال خان ناصر په مشرۍ كښې به د سينيټ د اعلی كچې پارليماني پلاوې د جنورۍ 20 مې څخه تر 25 مې نېټې د امريكې سركاري دوره كوي كومه چې د پاكستان او امريكd په پارليماني اړيكو كښې د يو تاريخي سنګ ميل حېثيت لري او په ټرانس اټلانټك اړيكو كښې به د يو نوې اداره جاتي باب پرانيځي۔ د ۔پاکستان …

اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د سينيټ ډپټي چيئرمين سينيټر سيدال خان ناصر په مشرۍ كښې به د سينيټ د اعلی كچې پارليماني پلاوې د جنورۍ 20 مې څخه تر 25 مې نېټې د امريكې سركاري دوره كوي كومه چې د پاكستان او امريكd په پارليماني اړيكو كښې د يو تاريخي سنګ ميل حېثيت لري او په ټرانس اټلانټك اړيكو كښې به د يو نوې اداره جاتي باب پرانيځي۔ د ۔پاکستان پالیسی انسټی ټیوټ یو اېس اے تر سېوري لاندې دا دوره ښكاره ستراتيجيكي مقصدونه لري په كومو كښې چې د امريكائي كانګرېس او سېنېټ آف پاكستان ترمينځه د مستقلې بېن الپارليماني مكالمې تګلاره وضعه كول ٬ جمهوري اقدار ٬ د قانون سازۍ طريقې او د پاكستان نګرانۍ ته وده وركول ٬ د روايتي انتظامي كچې سفارتكارۍ څخه وړاندې اداره جاتي همكاري مضبوطول او په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان پارليماني نقطه نظر وړاندې كول شامل دي۔ دا دوره تاريخ سازۍ پلو هم اشاره كوي ولې چې د پاك امريكا 77 كلن تاريخ كښې د كوم هم پاكستاني پارليماني پلاوي د كانګرېس په مشرۍ كښې د رے برن هاؤس آفس بلډنګ دننه رسمي مصروفیات نه دي لرلي۔ په دې دوره كښې په نېشنل پرېس کلب، واشنګټن ډ سي كښې پرېس کنفرنس او د میډیا مصروفیات او نیو جرسی كښې د کمیونټی او پالیسي استقبالیه هم شامله ده۔

مزید خبریں