وزيراعظم شهباز شريف د بنګله دېش هائي کمېشن ته لاړ، د بنګله دېش ناظم الامور سره د خالده ضياء په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمي او د بنګله دېش نيشنلسټ پارټي چيئرپرسن بيګم خالده ضياء په مړينه غمرازۍ لپاره د بنګله دېش هائي کمېشن ته لاړو چرته چې هغه د بنګله دېش ناظم الامور سره د خالده ضياء په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د ارواښادي بخښني لپاره يې لاس نيوه وكړه ۔د وزيراعظم آفس …

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمي او د بنګله دېش نيشنلسټ پارټي چيئرپرسن بيګم خالده ضياء په مړينه غمرازۍ لپاره د بنګله دېش هائي کمېشن ته لاړو چرته چې هغه د بنګله دېش ناظم الامور سره د خالده ضياء په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د ارواښادي بخښني لپاره يې لاس نيوه وكړه ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم د ميلمنو په کتاب كښې خپل تعزيتي بيان وليكلو چې پكښې هغه بيګم خالده ضياء ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره هغه يوه بصيرت لرونكې لارښوده او نامتو سياسي شخصيت وګرځوله چا چې خپل ژوند د اولسي خدمت لپاره وقف کړے ؤ ۔ بيګم خالده ضياء د پاکستان او د اولس مخلص ملګرې او خير خواه په توګه يادولو سره وزيراعظم ووئيل هغې يو لازواله او متاثر کن ميراث پرېښود۔د پاکستان حکومت او اولس د اړخه وزيراعظم د بيګم خالده ضياء کورنۍ ، د هغې د ګوند غړو او د بنګله دېش اولس سره د يووالي څرګندوني سره دعا اوكړه چې لويې څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔

مزید خبریں