اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلې دي 5 جنوري 1949 هغه تاريخي ورځ ده كله چې پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن د كشميري اولس نه منسوخ كېدونكے او بنيادي حق په رسمي توګه تسليم كړو چې هغوي د خپل سباؤن پرېكړه پخپله وكړي٬ هند د 7 لسيزو …
هند د 7 لسيزو نه كشميريان د خپلواكۍ حق نه محروم ساتلې دي ٬ نړيواله ورورولي دې د مسئلې حل لپاره خپل فعاله كردار ترسره كړي : سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلې دي 5 جنوري 1949 هغه تاريخي ورځ ده كله چې پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن د كشميري اولس نه منسوخ كېدونكے او بنيادي حق په رسمي توګه تسليم كړو چې هغوي د خپل سباؤن پرېكړه پخپله وكړي٬ هند د 7 لسيزو نه كشميريان له خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلي دي٬ نړيواله ورورولي دې مسئله حل كولو له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په دې خبره زور راوړو چې د ملګرو ملتونو دا قرارداد د جمو و كشمير د مسئلې د نړيوال حېثيت بنياد دے او هم له دې كبله دا مسئله نن هم د نړيوالې ورورولۍ په ايجنډا موجود ده۔ ده ووئيل په جمو وكشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو منظمې هڅې روانې دي۔ ده ووئيل د اګست 2019 يو اړخيزه هندي اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو روح ته زيات زيان رسولے دے او منطقه يۍ لا زياتې بې ثباتۍ سره مخ كړې ده۔











