اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي په جمو و کشمير د هند غېر قانوني قبضه زمونږ د دور يوه سنګينه الميه ده ولې چې كشميريان د پرله پسې جبر٬ د بشري حقونو خلاف ورزو او د بنيادي حقونو او وقار له مينځه تللو سره مخ پاتې شوي دي۔ د خپلواكۍ حق ورځ په موقع په خپل پېغام كښې نائب …
كشميريان پرله پسې جبر٬ د بشري حقونو خلاف ورزو او د بنيادي حقونو او وقار له مينځه تللو سره مخ پاتې دي : اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي په جمو و کشمير د هند غېر قانوني قبضه زمونږ د دور يوه سنګينه الميه ده ولې چې كشميريان د پرله پسې جبر٬ د بشري حقونو خلاف ورزو او د بنيادي حقونو او وقار له مينځه تللو سره مخ پاتې شوي دي۔ د خپلواكۍ حق ورځ په موقع په خپل پېغام كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د مقبوضه جمو وكشمير اولس سره د نه بدلېدونكې يووالي څرګندونه كوي٬ مونږ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د هغوي د منصفانه هڅو د ملاتړ پخلے كوو۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل دا ننۍ ورځ 5 جنوري په كال 1949 كښې د پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو د كمېشن (UNCIP) د هغه تاريخي قرارداد په ياد كښې لمانځلې شي كوم چې د جمو وكشمير اولس لپاره د خپلواكه او عادلانه رائے شمېرې رسمي ضمانت وركړے ؤ۔ ده ووئيل نړيوال قانون د خپلواكۍ حق د ملګرو ملتونو په چارټر كښې درج د يو بنيادي اصول په توګه تسليموي ولې سره د دې هند له تېرو 7 لسيزو څخه د كشمير اولس دغې حق څخه محروم ساتلے دے۔ په جمو وكشمير د هند غېر قانوني قبضه زمونږ د دور يوه سنګينه الميه ده ولې چې كشميرے اولس پرله پسې جبر٬ د بشري حقونو خلاف ورزو او د بنيادي حقونو او وقار له مينځه تللو سره مخ دے۔ په خاص توګه د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات د سيمې د آبادياتي تناسب بدلولو او د غېر قانوني قبضې مستحكمولو يوه هڅه ده۔ ده ووئيل د څو لسيزو څخه د روان جبر باوجود كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلې عادلانه ستړې روانې ساتلې دي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير وويل د هغوي استقامت ٬ همت او مړانې ته سلام كوم۔ ده ووئيل په دې موقع پاكستان د كشميري اولس د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ تر هغه وخت د جاري ساتلو عزم څرګندوي تر څو چې دوئي د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كړے نه وي۔ پاکستان نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوي چې هغه د كشميري وګړو سره كړي خپل پخواني لوظونه تر سره كړي او د جمو وكشمير مسئلې په عادلانه او سوله ايز ډول حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔











