اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي کنګ سلمان ريليف سنټر په ټوله نړۍ كښې د انسان ښېګړې لپاره هلي ځلي كوي چې پكښې پاکستان هم په ښكاره ډول شامل دے، شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان اولس سره مينه او همدردي مثالي ده۔ ده د ګل په ورځ د سعودي سفارتخانه كښې …
کنګ سلمان ريليف سنټر په ټوله نړۍ كښې د انسان ښېګړې لپاره هلي ځلي كوي۔سردار محمد يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي کنګ سلمان ريليف سنټر په ټوله نړۍ كښې د انسان ښېګړې لپاره هلي ځلي كوي چې پكښې پاکستان هم په ښكاره ډول شامل دے، شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان اولس سره مينه او همدردي مثالي ده۔ ده د ګل په ورځ د سعودي سفارتخانه كښې د شاه سلمان ريليف سنټر د اړخه 22 زره مستحقو كورنيو لپاره د امدادي پيکيج اجرا په موقع دستوري ته وينا كوله۔د مذهبي چارو وزير ووئيل سعودي عرب او پاکستان خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري او دا اړيكي په شريك باور او مينه اډانه دي، سعودي عرب په هر مشکل وخت كښې د پاکستان ملګرتيا كړې ده ۔ده ووئيل کنګ سلمان ريليف سينټر په ټوله نړۍ كښې د انسان ښېګړې لپاره هلي ځلي كوي چې پكښې پاکستان هم په ښكاره ډول شامل دے، ده ووئېل د منصوبې ترمخه به په ټول هېواد كښې مستحقو كورنيو له 22 زره کټس وركړے كيږي چې ورسره به نزدې يو لاکھ 54 زره څخه كسان مستفيد شي، امدادي پيکيج كښې دوه کمبلي، د ټولي كورنۍ لپاره ګرمې جامې، بنيان، ګرمي جرابي او ټوپۍ شاملې دي۔ده ووئيل دا منصوبه د خادمِ حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستاني اولس سره د مينې او همدردۍ څرګندونه ده، ده ووئېل د سعودي سفير نواف سعيد المالکي په خاص توګه مننه كوو۔ده ووئيل د سعودي عرب د مرستي هم مننه كوو،د ورورولۍ او ميني دا عمل به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لا رانزدې كېدو سبب وګړځي۔۔











