د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شنګھائي سپشل پوليس فورس بيورو دوره

شنګھائي 05 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د چين دورې په وړومبي پړاؤ كښې د شنګھائي سپشل پوليس فورس بيورو دوره وكړه۔ چيف آف کمانډنګ سنټر سپشل پوليس فورس بيورو ژياو د كورنيو چارو وزير هركلے وكړو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ته د شنګھائي سپشل پوليس فورس بيورو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د فورس كارېدونكې …

شنګھائي 05 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د چين دورې په وړومبي پړاؤ كښې د شنګھائي سپشل پوليس فورس بيورو دوره وكړه۔ چيف آف کمانډنګ سنټر سپشل پوليس فورس بيورو ژياو د كورنيو چارو وزير هركلے وكړو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ته د شنګھائي سپشل پوليس فورس بيورو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د فورس كارېدونكې اے پي سي، د بم ډسپوزل يونټ آلات او جديد وسله وكتله۔ده تر ټولو جديد واټر کنين او د نورو څيزونو هم معائنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د سپشل فورس پيشه وره پوهه او تربيې عملي مظاهره وكتله ۔ده د شنګھائي سپشل پوليس فورس د اړخه د مارشل آرټ مظاهره هم وكتله۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د شنګھائي سپشل پوليس فورس د جديد نظام ستائېلو سره ووئيل د شنګھائي سپشل پوليس فورس او اسلام آباد پوليس فورس ترمينځه شريكه مرسته به لا قوي كولې شي، د شنګھائي سپشل پوليس فورس د تربيې اعليٰ معيار د ستائنې وړ دے۔ د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري محمد خرم آغا، آئي جي اسلام آباد پوليس علي ناصر رضوي او چيف کمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا هم ده سره وو۔

مزید خبریں