کوئټه 25 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنرجعفرخان مندوخيل د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د پاکستان پشمول د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ له مباركي وركړې۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې كرسمس خوشحالۍ٬ همدردۍ او د وحدت جذبه ېپدا كوي دې لپاره ضروري ده چې په دې اجتماعي ي خوشحالۍ كښې بې وځله، يتيمانان هم شامل كړئ۔ ګورنر مندوخيل په بلوچستان په خاص توګه په کوئټه كښې د …
كرسمس خوشحالۍ٬ همدردۍ او د وحدت جذبه ېپدا كوي۔ د ګورنر بلوچستان د کرسمس په موقع پيغام

مزید خبریں
کوئټه 25 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنرجعفرخان مندوخيل د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د پاکستان پشمول د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ له مباركي وركړې۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې كرسمس خوشحالۍ٬ همدردۍ او د وحدت جذبه ېپدا كوي دې لپاره ضروري ده چې په دې اجتماعي ي خوشحالۍ كښې بې وځله، يتيمانان هم شامل كړئ۔ ګورنر مندوخيل په بلوچستان په خاص توګه په کوئټه كښې د تعليم او صحت په څانګو كښې د مسيحي ورورولۍ د قدر وړ خدماتو ستائنه كوول سره د دوي د سوله ايز جذبې او انسان دوستۍ ستائنه وكړه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې مسيحي ورورولي به په سباون كښې هم د هېواد او صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په زره پورې هڅې كوي او ده د ټولنې د ټولو طبقو ترمېنځه د شموليت، روادارۍ او مرستې ته وده وركولو لپاره د خپل عزم پخلې وكړو










