وزيراعليٰ محمد سهيل آپريدي د کرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ له مباركي وركړه

پېښور 25 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آپريدي د کرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې اقليتونه د پاکستان د سماجي او معاشي ډھانچے يوه اهمه او د قدر وړ برخه دي او د دوي خدماتو ته په درنه سترګه كتلې كېږي۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې خپل پېغام كښې وزيراعليٰ سهيل آپريدي ووئيل چې اسلام د اقليتونو د …

پېښور 25 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آپريدي د کرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې اقليتونه د پاکستان د سماجي او معاشي ډھانچے يوه اهمه او د قدر وړ برخه دي او د دوي خدماتو ته په درنه سترګه كتلې كېږي۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې خپل پېغام كښې وزيراعليٰ سهيل آپريدي ووئيل چې اسلام د اقليتونو د حقوق تحفظ، مذهبي آزادي او په انساني وقار خاص زور راوړي، د اسلامي تعليماتو له مخې د غېر مسلم وګړو د ځان و مال، د عبادت ځايونو او د مذهبي آزادي تحفظ د رياست ذمه واري ده٬ د پاکستان آئين هم د دې اصولو عكاسي كوي۔ وزيراعلي محمد سهيل آپريدي د کرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ لپاره د امن، خوشحالي او سلامتيا دعا كولو سره ووئيل چې صوبائي حکومت به اقليتونو سره په ګډه يو سوله ايز، همكارا او پرمختللې معاشره جوړولو لپاره خپل كردار لوبوي

مزید خبریں