كوئټه۔ 25 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناع په 149 م زېږدنې ورځ خپل پېغام كښې وئېلي دي د قائداعظم زرين اصول ايمان ٬ اتحاد او تنظيم زمونږ د قامي سباون مضبوط ضمانت دے٬ د قائداعظم محمد علي جناح په پل تللو سره به مونږ د پاكستان عزت ٬ سلامتيا او خوشحالۍ لپاره په ګده محنت كوو۔ وزيراعلې ووئېل …
د قائداعظم محمد علي جناح په پل تګ سره به مونږ د پاكستان عزت ٬ سلامتيا او خوشحالۍ لپاره په ګده محنت كوو٬ د بلوچستان وزيراعلې

مزید خبریں
كوئټه۔ 25 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناع په 149 م زېږدنې ورځ خپل پېغام كښې وئېلي دي د قائداعظم زرين اصول ايمان ٬ اتحاد او تنظيم زمونږ د قامي سباون مضبوط ضمانت دے٬ د قائداعظم محمد علي جناح په پل تللو سره به مونږ د پاكستان عزت ٬ سلامتيا او خوشحالۍ لپاره په ګده محنت كوو۔ وزيراعلې ووئېل قائداعظم د ديانت او قانون د ب لاسي او د مساوات تر مخه د رياست تصور وړاندې كړے په كوم چې عمل ضروري دے۔ وزيراعلې مير سفراز بګتي ووئېل د بابائے قوم تعليمات مونږ ته د اتحاد او يووالي سره د قامي چېلنجز د مقابلې حوصله راكوي ۔ ده ووئېل قائداعظم د پاكستان ټولو وګرو لپاره د امن ٬ زغم او انصاف علامت دے٬ نوي نسل ته د قائداعظم افكار رسول زمونږ د ټولو قامي ذمه واري ده ۔ وزيراعلې مير سرفراز بګتي ووئېل د قائداعظم وژن تر مخه د يو مضبوط ٬ خود مختار او خوشحال پكستان لپاره عزم لرو










