كوئټه۔ 24 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د خوراك صوبائي وزير نور محمد دمړ خپل دفتر كښې د زيارت ٬ هرنائي او سنجاوي ضلعو نه راغلو پلاويو سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال اولس د صوبائي وزير په وړاندې خپل مسائل ٬ ستونزې او ضروريات بيان كړل ٬ كوم چې صوبائي وزير په ډېره توجه سره واورېدل۔ صوبائي وزير نور محمد دمړ پلاويو له باور وركړو چې د …
قائداعظم د نيمې اوچې مسلمانانو لوي لارښود ٬ بصيرت لرونكے مشر او د اصولو د سياست علمبردار ؤ ٬ نور محمد دمړ

مزید خبریں
كوئټه۔ 24 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د خوراك صوبائي وزير نور محمد دمړ خپل دفتر كښې د زيارت ٬ هرنائي او سنجاوي ضلعو نه راغلو پلاويو سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال اولس د صوبائي وزير په وړاندې خپل مسائل ٬ ستونزې او ضروريات بيان كړل ٬ كوم چې صوبائي وزير په ډېره توجه سره واورېدل۔ صوبائي وزير نور محمد دمړ پلاويو له باور وركړو چې د اولس مسائل حل كولو ته اول پام لرنه كوو او په دې لړ كښې اړوندو محكمو ته سپارښتنې به كولې شي۔ ده ووئېل د زيارت ٬ هرنائي او د سنجاوي اولس چې كوم باور په ما كړے د هغې تر مخه به هر ممكن ګامونه پورته كولې شي۔ په دې موقع د قائداعظم محمد علي جناع د زېږدنې ورځ 25 دسمبر په اړه خپل پېغام كښې ده ووئېل قائداعظم د نيمې اوچې مسلمانانو لوي لارښود ٬ بصيرت لرونكے مشر او د اصولو د سياست علمبردار ؤ ٬ د هغه په هلو ځلو ٬ ديانتدارۍ او قربانيو مونږ ته يو آزاد وطن نصيب شو۔ ده ووئېل د قاِداعظم افكار ٬ ايمانداري ٬ د قانون د برلاسي او د اولس خدمت اصول نن هم زمونږ لپاره د لارې مشالونه دي










