وزيراعلي سهيل آفريدي د كرك پوليس لائن كښې د پوليس شهيدانو په جنازه كښې ګډون

پېښور 23 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهيل آفريدي ٬ چيف سيکرټري او انسپکټر جنرل آف پوليس سره د كرك ضلعې دوره وكړه او د كرك پوليس لائن كښې يې د پوليس د شهيدو شوو اهلكارو د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو ۔ د يادونې وړ ده چې د نهې په ورځ سهار د تحصيل بانډه داؤد شاه په امن كوټ سيمه كښې د پوليس په …

پېښور 23 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهيل آفريدي ٬ چيف سيکرټري او انسپکټر جنرل آف پوليس سره د كرك ضلعې دوره وكړه او د كرك پوليس لائن كښې يې د پوليس د شهيدو شوو اهلكارو د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو ۔ د يادونې وړ ده چې د نهې په ورځ سهار د تحصيل بانډه داؤد شاه په امن كوټ سيمه كښې د پوليس په ګاډي د بريد په نتيجه كښې پنځه پوليس اهلكار شهيدان شوي ٬ د شهيدانو د جنازې مونځ په كرك پوليس لائن كښې ادا كړے شو او په دې موقع شهيدان د سركاري اعزاز سره وسپارلے شول۔ په دې موقع وزيراعلي سهيل افريدي، چيف سيکرټري او آئي جي پوليس د شهيدانو لوړو درجو لپاره خاص دعا هم وكړه۔ د شهيدانو د جنازې په مونځ كښې سياسي٬ د سول سوسائېټۍ غړو او حاضر سروس پوليس افسرانو او نورو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعلٰې سهېل افريدي د شهيدانو كورنيو سره ملاقات كښې د هغوي سره غمرازي وكړه او د هر ډول ممكنه مرستې يې باور وركړٶ۔

مزید خبریں