پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي واضحه كړې ده چې صوبه د محاذ آرائۍ يا سياسي تاو تريخوالي متحمل كېدې نشي ٬ دې لپاره سياسي اختلافات د شدت په ځاے د مرستې او د عملي حل د لارې ختمول ضروري دي۔ خپل يو بيان كښې ګورنر ووئيل د ځينې كسانو لخوا دا بيان رامخې ته شوے كه پخوانے وزيراعظم عمران خان خوشې نه …
د صوبې پرمختګ٬ اولسي ښېګړې او امن لپاره به سياسي ګوندونو له د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي۔ ګورنر فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي واضحه كړې ده چې صوبه د محاذ آرائۍ يا سياسي تاو تريخوالي متحمل كېدې نشي ٬ دې لپاره سياسي اختلافات د شدت په ځاے د مرستې او د عملي حل د لارې ختمول ضروري دي۔ خپل يو بيان كښې ګورنر ووئيل د ځينې كسانو لخوا دا بيان رامخې ته شوے كه پخوانے وزيراعظم عمران خان خوشې نه كړے شو نو “زمونږ جنازې به راوړي” خو د پي ټي آئي اکثريت هم دا وخت غواړي چې عمران خان بهر نه وي٬ ځكه چې د ھغوي د سياسي هلو ځلو او اثر و رسوخ په سبب د دوي دوكان جوړ دے، فېصل کريم کنډي زور راوړو چې د صوبې پرمختګ٬ اولسي خېرښكړې او امن په ځاے ساتلو لپاره به سياسي ګوندونو له د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي او د مسئلو حل لپاره عملي اقدامات ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په زيړو يا په ميډيا چغو سورو سره به چارې سمې نشي او داسې رويه به يوازې سياسي اړے ګړے راپېدا كړي










