سبی۔ 21 دسمبر (اے پی پی) په سبي كښې درې ورځنۍ كلنه تبليغي اجتماع د مولانا عبيد اے خورشيد صاحب دعا سره پايې ته ورسېده۔ په اختتامي دعا كښې د لكھونو په شمېر مسلمانانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د هېواد او ملت سلامتيا ٬ استحكام او د اسلامي نړۍ سرلوړۍ لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ د فلسطين او كشمير مظلوم مسلمانانو او د هېواد بقا او سلامتيا لپاره هم …
د سبي كلنه تبليغي اجتماع اجتماعي دعا سره پايې ته ورسيد٬ د لكھونو په شمير مسلمانانو ګډون

مزید خبریں
سبی۔ 21 دسمبر (اے پی پی) په سبي كښې درې ورځنۍ كلنه تبليغي اجتماع د مولانا عبيد اے خورشيد صاحب دعا سره پايې ته ورسېده۔ په اختتامي دعا كښې د لكھونو په شمېر مسلمانانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د هېواد او ملت سلامتيا ٬ استحكام او د اسلامي نړۍ سرلوړۍ لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ د فلسطين او كشمير مظلوم مسلمانانو او د هېواد بقا او سلامتيا لپاره هم دعا وكړې شوه۔ له دعا وروستو كه يو اړخ ته ګڼ شمېر كسان خپلو خپلو سيمو ته لاړل نو بل اړخ ته نور ګڼ شمېر كسان د پاك پروردګار په لاره كښې د دين اسلام دعوت لپاره ېبلا بېلو سيمو ته روان شول۔ د كلنې درې ورځې ورځنۍ اجتماع په مهال د سبي ډپټي كمشنر او اېس اېس پي په هدايت د امنيت فول پروف انتظامات شوي وو۔










