فېصل آباد ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سېنېټر طلال چوهدري وئيلي چې توشه خانه كيس ته له جواز پرته سياسي رنګ وركړے شو٬ دا يوه ساده او ښكاره معامله وه۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل فېس بک، سوشل میډیا او عدالتي ريكارډ پخپله ګواه دي چې قیمتی ډالۍ په كومو كښې چې د كروړونو ماليت هارونه هم شامل وو ٬ په توشه خانه …
توشه خانه كيس ته له جواز پرته سياسي رنګ وركړے شو: طلال چوهدري

مزید خبریں
فېصل آباد ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سېنېټر طلال چوهدري وئيلي چې توشه خانه كيس ته له جواز پرته سياسي رنګ وركړے شو٬ دا يوه ساده او ښكاره معامله وه۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل فېس بک، سوشل میډیا او عدالتي ريكارډ پخپله ګواه دي چې قیمتی ډالۍ په كومو كښې چې د كروړونو ماليت هارونه هم شامل وو ٬ په توشه خانه كښې د جمع كولو په ځائې خپل ځان لپاره وكارولې شوو۔ ددې قيمت كم ښكاره كړے شو او دې څخه ګټه پورته كړې شوه۔ دا عمل د قانون په ضد كار دے۔ ده ووئيل كه بهر هېواد څخه كومه ډالۍ ترلاسه كړې شوه ٬ جمع نه كړې شوه او د دې غلط قيمت ولګولې شوو نو دا ښكاره جرم دے۔ ده ووئيل پرېكړه د شواهدو او قانون په بنياد كيږي څوك هم چې قانون ماتوي هغه له به ځواب وركول وي خوا هغه څومره هم مقبول يا قوي وي۔ د پاكستان د سفارتكارۍ په اړه ده ووئيل نن د پاكستان سفارت كاري مضبوطه ده٬ چین، امریکا، اروپا ، عرب هېوادونو او په خاص توګه سعودي عربستان سره ستراتيجيكي او دفاعي همكاري په پاكستان د نړيوال باور څرګندونه ده۔ دا د پاكستان كاميابي ده كومه چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ممكن شوې ده۔










