فیصل آباد 19 دسمبر(اے پي پي) د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وزير مملكت كهئیل داس کوهستاني وئيلي دي په پاکستان كښې ټول اقلیتونه په بشپړ توګه خوندي دي او دوی ته يوز برابر بنيادي حقونه ترلاسه دي، حکومت د مذهبي همغږۍ، زغم او ورورولۍ ودې لپاره عملي ګامونه پورته کوي. ده دا خبره د فيصل آباد دورې په مهال د عيسائي كميونټۍ د کرسمس دستوره كښې د ګډون …
په پاکستان كښې ټول اقلیتونه په بشپړ ډول محفوظ دي. وزير مملكت كهئیل داس کوهستاني

مزید خبریں
فیصل آباد 19 دسمبر(اے پي پي) د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وزير مملكت كهئیل داس کوهستاني وئيلي دي په پاکستان كښې ټول اقلیتونه په بشپړ توګه خوندي دي او دوی ته يوز برابر بنيادي حقونه ترلاسه دي، حکومت د مذهبي همغږۍ، زغم او ورورولۍ ودې لپاره عملي ګامونه پورته کوي. ده دا خبره د فيصل آباد دورې په مهال د عيسائي كميونټۍ د کرسمس دستوره كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل په پاکستان كښې ټول اقلیتونه په بشپړ توګه خوندي دي او يو برابر بنيادي حقونه لري. ده ووئيل حکومت د مذهبي همغږۍ، زغم او ورورولۍ ودې لپاره عملي ګامونه پورته کوي. ده ووئيل د کرسمس په څیر جشنز د دې حقیقت علامت دے چې پاکستان یو داسې هیواد دے چرته چې د ټولو مذهبونو پیروكار خپل مذهبي مراسم په آزادۍ، درناوي او تحفظ سره ادا كوي ۔ كهئيل داس كوهستاني په دې موقع کرسمس کیك پرې کړو او عيسائي ورورولۍ له يې مباركي وركړه۔ په دې موقع د پنجاب مسلم لیګ (ن) د اقلیتي څانګې مرستیال شوکت جاوید ویکي، منصور احمد رندھاوا، فیاض ګوندل او د عیسائي برادرۍ ګڼ شمېر غړي موجود وو۔










