وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د “ميزبان” پروګرام له مخې د سود نه غېر د پور وركولو چېكونه اوېشل

پېښور 18 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د زيارت په ورځ د "ميزبان" پروګرام له مخې د سود نه غېر د پور وركولو چېكونه تقسيم كړل ۔ د وزيراعلٰې هاٶس وياند له مخئ په دستوره كښې وزيراعلي محمد سهېل آفريدي ته اړوند چارواكو خاص بريفنګ وركړو٬ د بريفنګ په مهال د ميزبان منصوبې مقصد سېلګرۍ ته وده، ځائي ابادۍ ته روزګار وركول او معاشي …

پېښور 18 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د زيارت په ورځ د “ميزبان” پروګرام له مخې د سود نه غېر د پور وركولو چېكونه تقسيم كړل ۔ د وزيراعلٰې هاٶس وياند له مخئ په دستوره كښې وزيراعلي محمد سهېل آفريدي ته اړوند چارواكو خاص بريفنګ وركړو٬ د بريفنګ په مهال د ميزبان منصوبې مقصد سېلګرۍ ته وده، ځائي ابادۍ ته روزګار وركول او معاشي خودكفالت دے، د پروګرام د لارې د سېلګرۍ سيمو كښې ځائي اولس ته د سود نه غېر تر 30 لكه قرض وركړے كېږي، د ميزبان پروګرام له مخئ تر اوسه په مجموعي توګه 95 كسانو ته چېكس وركړے شوي دي، د سوات، بره چترال، كوز چترال، كوز او بره دير، ايبټ آباد او د مانسهره اوسېدونكو ته پور وركړے كېږي۔ دستورې ته د وېنا په مهال وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ووئيل قامي او نړيوالو سېلانيانو ته به په نجي كورونو كښې پاتې كېدو لپاره معياري سهولتونه وركولې شي، سېګرو ته خپلولې احساس او معياري سهولتونه وركول د ميزبان پروګرام بنيادي مقصد دے۔ ده ووئيل مونږ له د ګټې سره عزت او احترام وركول دي او عزت ګټل دي، د پاکستان تحريك انصاف صوبائي حکومت د محدود وسائلو باوجود پخپل اولس سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې په اولس سرمايه كاري وي نو هېواد پرمختګ كوي۔

مزید خبریں