ګورنر فيصل كريم كنډي د هند بهار ولايت وزيراعلی لخوا د ميرنې نه د نقاب لرې كولو د پيښې سخته غندنه

پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د هند بهار ولايت وزيراعلی لخوا د ميرنې نقاب د راكښلو پېښې سختې غندنې كولو سره دا د بشري حقونو ٬ شخصي آزادۍ او د رائے په آزادۍ ښكاره بريد ګرځولے دے۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل دا پېښه دا هند اصلي څېره په ډاګه كوي٬ چرته چې د مېرمنو د وقار ٬ …

پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د هند بهار ولايت وزيراعلی لخوا د ميرنې نقاب د راكښلو پېښې سختې غندنې كولو سره دا د بشري حقونو ٬ شخصي آزادۍ او د رائے په آزادۍ ښكاره بريد ګرځولے دے۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل دا پېښه دا هند اصلي څېره په ډاګه كوي٬ چرته چې د مېرمنو د وقار ٬ مذهبي آزادۍ او شخصي حقونو ښكاره خلاف ورزي كيږي۔ ده ووئيل د يو وزيراعلی لخوا داسې رويه د يو فرد عمل نه بلكې د رياستي پالېسۍ او سوچ عكاسي كوي۔ فېصل کریم کنډی ووئيل نقاب د كومې هم مېرمنې ذاتي او مذهبي حق دے كوم چې په زور لرې كول د بشري حقونو او جمهوري اقدارو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل هند ځان د نړۍ تر ټولو لوي جمهوري هېواد بلي خو په عملي توګه دغلته د اقليتونو او مېرمنو آزادي پرله پسې لمنځه وړلې شي۔ ګورنر د نړيوالو بشري حقونو تنظيمونو او نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د دې پېښې نوټس واخلي او په هند كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزو خپله خاموشي ماته كړي۔ ده ووئيل پاكستان به په هر فورم د بشري وقار ٬ مذهبي آزادۍ او بنيادي حقونو خونديتوب له غږ پورته كوي او د دغسې پېښو به تل كلكه غندنه كوي

مزید خبریں