پېښور 17 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د شورو په ورځ د اين سي اي جي پېښور اعلٰی كچ پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړ,ے۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي كښې نائب صدر ډاكټر نعيم بټ او جنرل سېكرټري ډاكتر محمد فاروق پشمول پروفيسر ډاكټر لياقت علي او د نورو مركزونو ايكسيلنس ډائرېكټرز او فيكلټۍ غړي شامل وو۔پلاوي ګورنر د وفاق …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د اين سي اي جي پېښور اعلٰی كچ پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور 17 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د شورو په ورځ د اين سي اي جي پېښور اعلٰی كچ پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړ,ے۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي كښې نائب صدر ډاكټر نعيم بټ او جنرل سېكرټري ډاكتر محمد فاروق پشمول پروفيسر ډاكټر لياقت علي او د نورو مركزونو ايكسيلنس ډائرېكټرز او فيكلټۍ غړي شامل وو۔پلاوي ګورنر د وفاق تر سيوري لاندې نېشنل سنټرز ته د پېښو سنګينو مسئلو نه خبر كړو٬چې پكښې نېشنل سنټر آف ايكسيلنس ان جيالوجي پېښور هم شامل دے كوم چې په پاكستان كښې د اعلٰی تعليم او تحقيق يوه ممتاز اداره ده۔موجوده مالي ستونزې دا قدر سختې شوي چې اداره خپلو ملازمينو او فيكلټۍ ته باقاعده تنخاګانې او پنشن وركولو كښې هم د ستونزو ښكار ده۔ګورنر فيصل كريم كنډي د پلاوي تفصيلي بريفنګ واورېدو او د وفاق تر سيوري لاندې د مركزونو پېشرفت او خذمات يې وستائېل ۔ قامي پرمختګ او تحقيق كښې د اين سي اي جي ځانګړې كردار تسليمولو سره ګورنر پېښور كښې د اين سي اي جي مرستې څخه د يو جيم سټون سينټر جوړولو په ضرورت هم زور راوړو۔ده پلاوي ته د اين سي اي جي او نورو مركزونو ته د پیښو مالي مسئلو حل لپاره د خپلې مرستې باور وركړو ۔ده ووئېل زه به دا معامله اړوندو وفاقي چارواكو سره په ذاتي توګه پورته كړم دغسې چې سمدستي او پائيدار حل راويستلے










