سوات كښې څلور ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے

پیښور ۔ 17 دسمبر (اے پي پي) سوات ضلع كښې څلور ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے۔ د ډپټي كمشنر سوات دفتر نه جاري بيان تر مخه د ډپټي كمشنر سليم خان په امر ايډېشنل اسستنټ كمشنر احسان الرحمان د پوليو مخ نيوي كمپائن په دريمه ورځ د سول ډسپنسري پارړئي او د تحصيل بريكوټ د بېلو ځايونو دوره وكړه۔ چرته چې هغه د پوليو …

پیښور ۔ 17 دسمبر (اے پي پي) سوات ضلع كښې څلور ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے۔ د ډپټي كمشنر سوات دفتر نه جاري بيان تر مخه د ډپټي كمشنر سليم خان په امر ايډېشنل اسستنټ كمشنر احسان الرحمان د پوليو مخ نيوي كمپائن په دريمه ورځ د سول ډسپنسري پارړئي او د تحصيل بريكوټ د بېلو ځايونو دوره وكړه۔ چرته چې هغه د پوليو ټرانزټ ډلو د كاركردګۍ او د وېكسينيشن كوريج جاج واغست۔ په دې مهال هغه د پوليو ډلو د كوريج جاج واغست او والدين ته يې غږ وكړو چې په كمپائن كښې په زړه پورې مرسته وكړي او كوم ماشوم د پوليو مخ نيوي څاڅكو څخه پاتي نه شي۔

مزید خبریں