پېښور 16 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي اقليتي ورورولۍ لپاره د 86 کروړه روپو فنډز منظورولو سره تعليم، روزګار او د عبادت ځايونو بهترۍ لپاره تاريخ ساز اقدامات پېل كړې دي۔ دا اعلان اطلاعات لپاره د وزيراعلٰي خاص مرستيال شفيع جان اقليتي چارو لپاره د وزيراعليٰ فوکل پرسن وزيرزاده سره د اقليتي ورورولۍ پلاوي سره د ملاقات په مهال خپل وېډيو پېغام كښې كړے٬ شفيع جان …
وزيراعليٰ سهيل آفريدي اقليتي ورورولۍ لپاره د 86 کروړه روپو منصوبې اعلان كړې

مزید خبریں
پېښور 16 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي اقليتي ورورولۍ لپاره د 86 کروړه روپو فنډز منظورولو سره تعليم، روزګار او د عبادت ځايونو بهترۍ لپاره تاريخ ساز اقدامات پېل كړې دي۔ دا اعلان اطلاعات لپاره د وزيراعلٰي خاص مرستيال شفيع جان اقليتي چارو لپاره د وزيراعليٰ فوکل پرسن وزيرزاده سره د اقليتي ورورولۍ پلاوي سره د ملاقات په مهال خپل وېډيو پېغام كښې كړے٬ شفيع جان ووئيل د وزيراعليٰ امر له مخې اقليتي ورورولۍ لپاره په بېلو څانګو كښې فنډز مختص كړے شوے دغسې چې تعليم، مذهبي همغږۍ او د بنيادي سهولتونو رسنه باوري كړې شي٬ اقليتي زده كوٶنكو لپاره به د ميټرك نه تر پي اېچ ډي د سکالرشپس په مد كښې اته كروړه روپۍ وركولې شي٬ د ځوانانو د مقابلې امتحان تيارۍ او اسکلز ټريننګ لپاره 20 كروړه روپۍ منظور كړې شوي۔ ده ووئېل مذهبي همغږۍ، کميونټي ايکسچينج پروګرامز او مذهبي اخترونو لپاره 30 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د دې نه علاوه د عبادت ځايونو رنګ روغن٬ په بندوبستي ضلعو كښې د عبادت ځايونو بيا رغونې٬ شمشان ګهاټ او د اديرو بيا رغونې٬ د اقليت د كالونيو بحالۍ او جوړولو لپاره هم فنډز بېل كړے شوي۔ شفيع جان ووئيل په صوبه كښې د ښه ډول واكمنۍ د لارې د اقليتي وورورلۍ خېرښګرې لپاره اقدامات د نورو صوبو نه زيات دي۔ ده باور وركړٶ چې حكومت به ټول ممكنه وسائل كارولو سره د اقليتي ورورولۍ تعليمي٬ سماجي او مذهبي ضرورتونه ترسره كولو پاره كار روان ساتي۔










