پېښور۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د اے پي اېس پېښه د قام د د تاريخ نه هېرېدونكې او زړه ته دړد رسوؤنكې ګرځولو سره شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي ۔ د آرمي پبلک سکول پېښور شهيدانو 11م تلين په موقع په خپل پېغام كښې ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل د اے پی اېس بې ګناه شهيدانو د خپلو ځانونو په …
د اے پي ايس بې ګناه شهيدانو د خپلو ځانونو په قربانۍ قام ته د اتحاد٬ حوصلې او قربانۍ عظيم درس وركړو: د خيبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پېښور۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د اے پي اېس پېښه د قام د د تاريخ نه هېرېدونكې او زړه ته دړد رسوؤنكې ګرځولو سره شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي ۔ د آرمي پبلک سکول پېښور شهيدانو 11م تلين په موقع په خپل پېغام كښې ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل د اے پی اېس بې ګناه شهيدانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو قام ته د اتحاد ٬ حوصلې او قربانۍ عظيم درس وركړو۔ ده ووئيل دا پېښه ټول قام لپاره يو لوي امتحان ؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي او رياست د داسې عناصرو ختمولو عزم لري۔ ګورنر د دې عزم پخلے وكړو چې په صوبه كښې امن او د وګړو تحفظ باوري كولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به په ګډه ترهګري ختمولو سره خېبر پښتونخوا يوه سوله ايزه صوبه جوړه كړؤ۔ ده ووئيل داے پي اېس شهيدان به تل زمونږ په زړونو كښې ژوند وي او د دوئي قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي۔










