پيښور ۔ 15 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د اے پي ايس پيښه د قام د تاريخ يوه نه هېرېدونكې او زړه ورانونكې پيښه ګرځولو سره شهداء ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د آرمي پبلک اسکول پيښور شهداء 11م تلين په موقع خپل پيغام كښې ګورنر فيصل کريم کنډي ووئېل د اے پي ايس بې ګناه شهدانو د خپلو سرونو په …
د اے پي ايس بې ګناه شهيدانو ماشومانو د خپلو سرونو په نذرانه قام ته د اتحاد، حوصلې او د قربانۍ عظيم درس وركړو ۔ ګورنر فيصل کريم کنډي

مزید خبریں
پيښور ۔ 15 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د اے پي ايس پيښه د قام د تاريخ يوه نه هېرېدونكې او زړه ورانونكې پيښه ګرځولو سره شهداء ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د آرمي پبلک اسکول پيښور شهداء 11م تلين په موقع خپل پيغام كښې ګورنر فيصل کريم کنډي ووئېل د اے پي ايس بې ګناه شهدانو د خپلو سرونو په نذرانه وركولو قام ته د اتحاد، حوصلې او قربانۍ عظيم درس وركړو ۔ ده ووئېل دا پيښه د ټول قام لپاره يو سخت ازمېښت ؤ ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د شهداء قربانۍ به عبث نه ځي او رياست د داسې عناصر خاتمې لپاره عزم لري ۔ ګورنر د دې عزم پخلے وكړو چې صوبه كښې د امن راوستو او د بې ګناه ځانونو تحفظ لپاره به هر ممکن اقدامات كولې شي ، په ګده به د ترهه ګرۍ خاتمه كوو او خيبرپختونخوا به يوه امناكه صوبه جوړوو ۔ ګورنر د شهداء كورنيو سره د خواخوږي ِ څرګندولو سره ووئېل ټول قام نن هم د دوي په غم كښې برابر شريک دے ۔ د اے پي ايس شهداء به عمر له زموڼږ په زړونو كښې ژوندي وي او د هغوي قربانۍ به كله هېرې نه كړې شي










