اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د دربارِ اعظمیه، خانقاہ غوثُ الامت، بغدرہ شریف حسن ابدال اټک نوموړي روحاني شخصیت صاحبزادہ پیر محمد فیضان اعظم ملاقات وكړو ، ګورنر په ټولنئيز استحکام او امن كښې د روحاني مراکز د کردار ستائنه وكړه ۔ د ګورنر آفس وياند د اړخه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې په روحاني و سماجي چارو ، په بین المسالک …
ګورنر فیصل کریم کنډي سره د نوموړي روحاني شخصیت صاحبزادہ پیر محمد فیضان اعظم ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د دربارِ اعظمیه، خانقاہ غوثُ الامت، بغدرہ شریف حسن ابدال اټک نوموړي روحاني شخصیت صاحبزادہ پیر محمد فیضان اعظم ملاقات وكړو ، ګورنر په ټولنئيز استحکام او امن كښې د روحاني مراکز د کردار ستائنه وكړه ۔ د ګورنر آفس وياند د اړخه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې په روحاني و سماجي چارو ، په بین المسالک هم غږۍ ، د امن او اخوت په وده او په معاشرتي اصلاحات تفصیلي خبرې وشوې ۔ صاحبزادہ پیر محمد فیضان اعظم د خدمتِ خلق، اخلاقی اقدارو ودې او د ځوانانو روحاني او اخلاقي تربیې په اهمیت زور راوړو ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل اولیاء کرام او دیني و روحاني شخصیات عمر له ټولنې له د مينې، برداشت او ورورولۍ درس وركړے كوم چې په نن دور كښې د وړاندې نه ډېر مهم دے ۔ ده ووئېل معاشرتي استحکام او د امن ر اوستو كښې د روحاني مراکز کردار د ستائېلو جوګه دے










