بنوں۔ 15 دسمبر (اے پي پي) د بنوں پولیس او امنيتي ځواكونو د ګل په ورځ کامیاب آپریشن کښې د کالعدم ترهه ګر تنظیم ګل بهادر ډلې څلور کمانډران ووژل ۔ د ډي آئي جي بنوں ریجن سجاد خان د اړخه جاري بیان تر مخه په کارروائۍ كښې کمانډر دانش عرف انصاف عرف سباون ،کمانډر زیف اللہ ولد سلامت خان،کمانډر عطاء الرحمن استوګن د دته خیل او کوثر نومې ترهه …
بنوں كښې د ترهه ګرو خلاف د پولیس او امنيتي ځواكونو کاروائي، مهم کمانډر دانش عرف انصاف د څلورو نورو کمانډرانو پشمول ووژلے شو

مزید خبریں
بنوں۔ 15 دسمبر (اے پي پي) د بنوں پولیس او امنيتي ځواكونو د ګل په ورځ کامیاب آپریشن کښې د کالعدم ترهه ګر تنظیم ګل بهادر ډلې څلور کمانډران ووژل ۔ د ډي آئي جي بنوں ریجن سجاد خان د اړخه جاري بیان تر مخه په کارروائۍ كښې کمانډر دانش عرف انصاف عرف سباون ،کمانډر زیف اللہ ولد سلامت خان،کمانډر عطاء الرحمن استوګن د دته خیل او کوثر نومې ترهه ګر وژلے شوي دي ۔ وژلے شوي په تېرو ورځو كښې د اسسټنټ کمشنر نارتھ وزیرستان په شهیدولو كښې هم نېغ په نېغه ككړ وو ۔وژلې شوي ترهه ګر سيمه كښې د ترهه ګرۍ کارروائیو،سهولت کارۍ، د ترهه ګر نیټ ورک په تنظیم سازۍ ، د نوو ترهه ګرو په بھرتۍ کولو ، هدفي وژنو ، په پولیس پوستو او په تهاڼو بريدونو ٬ ، د تاوان لپاره د وګړو په تښتولو کښې نيغ په نيغه ككړ وو ۔ په دې موقع ډي آئي جي بنوں ریجن سجاد خان خپل بيان كښې ووئېل د ریاست دښمن عناصر لپاره واضحه پیغام دے چې د ترهه ګرو لپاره هېواد كښې كوم خوندي ځائے نشته۔ هغوي ته چرته هم د پټېدو موقع ورنه كړې شي ۔ پولیس او سیکیورټي فورسز د ترهه ګرۍ خلاف مكمل عزم لري ، د ووئېل د ریاست دښمن عناصر به يو يو په نخښه كولې شي او د هغوي به مکمل خاتمه كولې شي ۔ دغسې د اولس ځان او مال تحفظ لپاره به هر ممکن اقدامات روان ساتلې شي۔











