اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي چې د اولس خذمت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د روغتيا څانګې ته خاص پاملرنه كوو۔ ده د ګل په ورځ په كراچۍ كښې يوې دستورې ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل چې كوم وخت مې د روغتيا د وزارت ذمه وارۍ په غاړه واخستې نو د روغتيا څانګې ته بېل چېلنجونو پېښ وو ٬ د روغتيا …
د روغتيا څانګې پياوړې كولو ته خاص پاملرنه كوو: مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي چې د اولس خذمت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د روغتيا څانګې ته خاص پاملرنه كوو۔ ده د ګل په ورځ په كراچۍ كښې يوې دستورې ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل چې كوم وخت مې د روغتيا د وزارت ذمه وارۍ په غاړه واخستې نو د روغتيا څانګې ته بېل چېلنجونو پېښ وو ٬ د روغتيا څانګې ښه كولو ته خاص پاملرنه كوو٬ مونږ له به په ډي اېن اے كښې هم كار كول وي ٬ دا يوازې لفاظي نه بلكې مونږ په دې لړ كښې كار كړے هم دے۔ ده ووئيل د اولس خذمت زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ چې څومره هم كار كو ذمه وارۍ سره يۍ كوو۔ ده ووئيل سياسي مخالفينو د هڅو باوجود په ما د كرپشن كوم تور لګولے نه دے٬ د سركاري خزانې پېسې مې د اولس د خېر ښېګړې په منصوبو مصرف كړې۔ ده ووئيل كراچۍ د هېواد په پرمختګ كښې مركزي حېثېت لري۔ د هېواد پرمختګ لپاره د ځائي حكومتونو مضبوط نظام ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په پرمختګ كړې هېوادونو كشې د حكومتونو نظام مضبوط دے ٬ ده ووئيل مونږ له به هم خپل نظام سمول وي۔











