اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي)د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان نوموړي سټنټ مین سلطان ګولډن ته د موټر کار تر ټولو په تند رفتاره ريورس جمپ نړيوال ریکارډ جوړولو د زړه له كومي مباركي وركړې ده ۔ د سېنېټ چیئرمین خپل د مباركۍ پیغام كښې ووئېل د سلطان ګولډن دا غیر معمولي کامیابي نه يوازې د دوي د ذاتي خوارۍ ، پیشه ورہ پوهې او د جرأت …
د سينيټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان نوموړي سټنټ مین سلطان ګولډن ته په نړيوال ریکارډ جوړولو د زړه نه مبارکي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي)د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان نوموړي سټنټ مین سلطان ګولډن ته د موټر کار تر ټولو په تند رفتاره ريورس جمپ نړيوال ریکارډ جوړولو د زړه له كومي مباركي وركړې ده ۔ د سېنېټ چیئرمین خپل د مباركۍ پیغام كښې ووئېل د سلطان ګولډن دا غیر معمولي کامیابي نه يوازې د دوي د ذاتي خوارۍ ، پیشه ورہ پوهې او د جرأت مندۍ ښكاره ثبوت دے بلکې دې څخه په نړيواله كچه د پاکستان نوم هم روښانه شوے ۔سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل د پاکستان ځوانان مختلف څانګو كښې په نړيواله كچه خپل صلاحیتونه په نړۍ مني كوم چې د ټول قام لپاره د وياړ باعثِ د دي ۔ دا دا عزم څرګند كړو چې داسې کامیابۍ د هېواد ځوانانو لپاره حوصله لرونكې به وي او دوي به ګتورو هلو ځلو پلو راغب کړي ۔ د سېنېټ چیئرمین د سلطان ګولدن لپاره د نيكو هيلو څرګندونې سره دعا وكړه جې هغه به بيا هم په دې عزم، حوصله او مينه نورې کامیابۍ تر ترلاسه كړي او د پاکستان نامه به په نړغ كښې لا اوچته كړي۔










