الیکشن کمیشن ګلګت بلتستان كښې د ټاكنو 2026 په لړ كښې د ټولو سياسي ګوندونو سره مشاورت لپاره ټول ګونديز کانفرنس راوبللو

ګلګت۔15دسمبر (اے پي پي)الیکشن کمیشن ګلګت بلتستان د ګلګت بلتستان اسمبلۍ لپاره د ټول ټاكنو 2026 په لړ كښې د ټولو سیاسي ګوندونو مشاورت لپاره ټول ګونديز كانفرنس (اے پي سي) راوبللو ۔ چیف الیکشن کمشنر ګلګت بلتستان راجه شهباز خان (تمغه شجاعت) په دې اړه ووئېل د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ټول ټاكنو 2026 تابيا په لړ كښې د ټولو سياسي ګوندونو مشاورت لپاره ټول ګونديز کانفرنس كېږي ۔ چیف …

ګلګت۔15دسمبر (اے پي پي)الیکشن کمیشن ګلګت بلتستان د ګلګت بلتستان اسمبلۍ لپاره د ټول ټاكنو 2026 په لړ كښې د ټولو سیاسي ګوندونو مشاورت لپاره ټول ګونديز كانفرنس (اے پي سي) راوبللو ۔ چیف الیکشن کمشنر ګلګت بلتستان راجه شهباز خان (تمغه شجاعت) په دې اړه ووئېل د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ټول ټاكنو 2026 تابيا په لړ كښې د ټولو سياسي ګوندونو مشاورت لپاره ټول ګونديز کانفرنس كېږي ۔ چیف الیکشن کمشنر تر مخه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ټاكنې په 24 مه جنورۍ 2026 كېږي ۔ انتخابي عمل پاك،بې پرې ٬ منصفانه او جمهوري اصولو تر مخه جوړولو لپاره ټول ګونديز کانفرنس به په 18 دسمبر 2025 د زيارت په ورځ په 11:00 بجې د ورځې د الیکشن کمیشن سیکرټریټ، ګلګت بلتستان كښې كېږي۔ هغه ووئېل په کانفرنس كښې به د ګلګت بلتستان د ټولو سیاسي ګوندونو مشران يا د هغوي واك لرونكې استازي ګدون كوي ۔ د دې غونډې مقصد د ټاكنو په مهمو چارو د سیاسي ګوندونو رائے، وړاندېزونه او لارښونه تر لاسه كول دي۔چیف الیکشن کمشنر دا عزم څرګند كړے چې الیکشن کمیشن ګلګت بلتستان به د ټولو اسټیک هولډرز په مرسته بې پرې، منصفانه او پاكې ټاكنې كول باوري كوي ۔(

مزید خبریں