پېښور۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د بنو په شېخ لنډک پوسته د جمعې په ورځ د فتنة الخوارج ترهګرو بزدلانه بريد وكړو كوم چې پوليس ځوانانو په مړانه سره ناكامه كړو۔ د بنو پولیس وياند له مخې د پوليس فعاله او بشپړه ځوابي ډزو په نتيجه كښې ترهګرو ته د زيات ځاني او مالي زيان رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ د ځوابي كارروايۍ په مهال د پوليس 5 ځوانان …
بنو ٬ په پوليس پوسته شيخ لنډك د فتنة الخوارج ترهګرو بريد ناكامه كړے شو

مزید خبریں
پېښور۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د بنو په شېخ لنډک پوسته د جمعې په ورځ د فتنة الخوارج ترهګرو بزدلانه بريد وكړو كوم چې پوليس ځوانانو په مړانه سره ناكامه كړو۔ د بنو پولیس وياند له مخې د پوليس فعاله او بشپړه ځوابي ډزو په نتيجه كښې ترهګرو ته د زيات ځاني او مالي زيان رسېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ د ځوابي كارروايۍ په مهال د پوليس 5 ځوانان معمولي ژوبل شوي كوم چې په سمدستي توګه طبي مرستې له روغتون ته منتقل كړے شوي دي۔ د بنو ډي آئي جي سجاد خان په خصوصي هدايت د بنو ډي پی او یاسر آفریدی په مشرۍ كښې اضافي نفري د APC، QRF او RRF اهلكار موقعې ته ورسېدل او سيمه يۍ محاصره كړه۔ د ډزو تبادله نزدې تر درېو ساعتو روانه وه۔ په سيمه كښې د امن كمېټۍ غړي ٬ مشران او اولس هم په دې مهال له كورونو څخه په راوتلو د پوليس تر څنګ اودرېدل او په ګډه يۍ د دښمن بريد ناكامه كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ډي آئي جي بنو او ډي پی او بنو د بريد په ناكامه كولو د پوليس ځوانانو او د اولس د مړانې ستائنه وكړه۔ ډی پی او بنو ووئيل بنو پوليس يو وارې بيا ثابته كړه چې هغه د امن دښمنان مخې ته د فولادي دېوال په څير مضبوط ولاړ دي او د ترهګرۍ په ضد جنګ به د وروستي ترهګر تر ختمولو روان وي۔










