د وګړي بنيادي حقونو تحفظ لپاره به شريكه ذمه واري تر سره كول وي٬ د بلوچستان د بشري حقونو سېكرټري عصمت الله قريشي

كوئټه 10 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د اولسي خېر ښیګړې او بشري حقونو سېكرټري عصمت الله قرېشي وئېلي دي د بشري حقونو ورځ دېره د اهميت وړ ده او دا مونږ ته يادګېرنه كوي چې د آئين تر مخه هر وګرے د بنيادي حقونو يو برابر حق لري ٬ د هر وګري د بنيادي حقونو تحفظ لپاره شريكه ذمه واري به تر سره كول وي۔ د دې خيالاتو …

كوئټه 10 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د اولسي خېر ښیګړې او بشري حقونو سېكرټري عصمت الله قرېشي وئېلي دي د بشري حقونو ورځ دېره د اهميت وړ ده او دا مونږ ته يادګېرنه كوي چې د آئين تر مخه هر وګرے د بنيادي حقونو يو برابر حق لري ٬ د هر وګري د بنيادي حقونو تحفظ لپاره شريكه ذمه واري به تر سره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بشري حقونو او د اولسي خېر ښیګړې محكمې تر سېوري لاندې د يو اين ډي پي او د اروپائي كمېسون په مرسته د بشري حقونو نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستورې ته وكړه ۔ دستوره كښې د يواين دي پي د بلوچستان مشر ذوالفقار دراني ٬ د يو اين ايچ سي آر ټسفے بېكلے ٬ ډائرېكټر هيډ كوارټر اشرف ګچګي ٬ د نېشنل هيومن رائټس غړې فرخنده اورنګزېب او نورو چارواكو ګدون وګړو۔ سېكرټري عصمت الله قرېشي ووئېل د بشري حقونو نړيواله ورځ دا خبره رايادوي چې واكمني لرونكې خلق خپلې ذمه وارۍ په وخت او په موثر ډول تر سره كړي ۔ ده ووئېل سماجي تنظيمونو٬ سول سوسائټۍ او د هر وګري دا ذمه واري ده چې هفغوي په بشري حقونو عمل درآمد لپاره ادارو ته د خپل كار ياډګېرنه كوي۔

مزید خبریں