كوئټه۔ 9 دسمبر(اے پي پي) د اقليتي او مذهبي چارو پارلماني سېكرټري سنجے كمار پنچواني وئېلي دي د بلوچستان حكومت صوبه كښې مېرمنو او انجونو ته د پیښو مسائلو حل ٬ د صنفي مساوات ودې او په صنفي بنياد د تشدد خاتمې لپاره عملي ګامونه اخلي ٬ حكومت دې ته پام لرنه كوي چې د ټولنې تر ټولو مهمې برخې مېرمنو او كوچنيانو ته د تحفظ ٬ وقار او د …
د بلوچستان حكومت د صنفي مساوات ودې او په صنفي بنياد د تشدد خاتمې لپاره ګامونه اخلي ٬ د اقليتي چارو پارلماني سېكرټري

مزید خبریں
كوئټه۔ 9 دسمبر(اے پي پي) د اقليتي او مذهبي چارو پارلماني سېكرټري سنجے كمار پنچواني وئېلي دي د بلوچستان حكومت صوبه كښې مېرمنو او انجونو ته د پیښو مسائلو حل ٬ د صنفي مساوات ودې او په صنفي بنياد د تشدد خاتمې لپاره عملي ګامونه اخلي ٬ حكومت دې ته پام لرنه كوي چې د ټولنې تر ټولو مهمې برخې مېرمنو او كوچنيانو ته د تحفظ ٬ وقار او د بنيادي حقونو وركړه باوري كړي ٬ د سول سوسائټۍ وړاندېزونه ډبر اهميت لري او مونږ به په دې سفارشات جامع عملدرآمد لپاره د ټولو اړوندو ادارو سره په ګده كار كوو ٬ ده ووئېل د اسمبلۍ به فلور به د سول سوسائټۍ په خاص توګه د مېرمنو لپاره غږ پورته كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده بلوچستان كښې د صنفي مساوات ودې او په صنفي بنياد د تشدد مسائل رامخې ته كولو او مېرمنو او انجونو لپاره موثر ٬ حساس او د رسائۍ جوګه انصاف وركولو په اړه كوئټه كښې تابيا شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د ودانۍ خېر ښېګړې پارلماني سېكرټري هاديه نواز ٬ د بلوچستان د يو اين وومن مشرې عائشه ودود ٬ ايډېشنل آئي جي پوليس جېنډر اسرار احمد ٬ د عورت فاونډېشن ريجنل ډائرېكټر وايواجي الائنس چيرئمېن علاوالدين خلجي ٬ پروبېشن و پېرول ډيپارټمنټ ډائرېكټر عصمت الله خان او نور اړوندو شخصيات او پوهانو ګډون وكړو











