د کان كيندلو څانګه د صوبې په معاشی پرمختګ كښې بنیادي حیثیت لري ، د بلوچستان وزیراعلیٰ

کوئټه۔ 09 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلې میر سرفراز بګټي سره د مائنز اونر ایسوسي ایشن يو نمائنده پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې د چیمبر آف مائنز جوړولو ، د زمكې په وركړه او د مائننګ سیکټر په اړه په مهمو چارو خبرې وشوې ۔ پلاوي صوبه كښې د کان كيندۍ څانګې له په رسمي توګه د صنعت درجه په وركولو د وزیراعلی مننه وكړه ۔ وزیراعلی ووئېل …

کوئټه۔ 09 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلې میر سرفراز بګټي سره د مائنز اونر ایسوسي ایشن يو نمائنده پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې د چیمبر آف مائنز جوړولو ، د زمكې په وركړه او د مائننګ سیکټر په اړه په مهمو چارو خبرې وشوې ۔ پلاوي صوبه كښې د کان كيندۍ څانګې له په رسمي توګه د صنعت درجه په وركولو د وزیراعلی مننه وكړه ۔ وزیراعلی ووئېل د کان کندنی خانګه د صوبې په معاشي ترقۍ كښې بنیادی حیثیت لري ۔ کان کيندلو ته د صنعت درجه وركولو سره به نه يوازې مزدوران د ښه تحفظ احساس ولري بلکې سرمایه کارو او د ورکرز لپاره به سازګار ماحول وركول هم ممکن شي۔ ده ووئېل صوبائي حکومت د مائننګ سیکټر كښې سپېځلتيا او جدید نظام معارفي كولو ته پام لرنه كوي ۔وزیراعلی ووئېل د کان كيندۍ سره تړون لرونكو مزدورانو یښګړې او ورکنګ کنډیشنز ښه كولو لپاره به لا موثر اقدامات کولې شي ۔ د صوبې معدنی وسائل به د قامي و نړيوالې سرمایه کارۍ لپاره پرانستلې شي او د غیر قانوني کان کيندلو مخ نيوي او د معدنیات تحفظ لپاره يو جامع تګلاره جوړولې شي ۔ پلاوي د چمالنګ او دکي كښې د ورکرز لپاره ریسکیو سینټر جوړولو او سیکټر كښې روان اصلاحات باندې د صوبائي حکومت مننه وكړه ۔ملاقات كښې صوبائي وزیر میر شعیب نوشیرواني، د صوبائي اسمبلۍ غړے پرنس آغا عمر احمد زئي، اے سي ایس او داخله سیکرټري و ي جي مائنز بشمول نور چارواكي موجود وو ۔