بدعنواني يو ناسور دے كوم چې د هر هېواد يا صوبې په معاشي او معاشرتي پرمختګ كښې خنډ دے۔ د بلوچستان ګورنر

کوئټه 09 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنرجعفرخان مندوخيل د بدعنوانۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي بدعنواني يو ناسور دے كوم چې د هر هېواد يا صوبې په معاشي او د معاشرتي پرمختګ په لار كښې خنډ دے٬ د کرپشن لعنت زمونږ د ژوند هر اړخ ځپلے دے٬ ضروري ده چې د قام پرمختګ او د وګړو د جائزو حقونو ترلاسه كولو لپاره په هره …

کوئټه 09 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنرجعفرخان مندوخيل د بدعنوانۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي بدعنواني يو ناسور دے كوم چې د هر هېواد يا صوبې په معاشي او د معاشرتي پرمختګ په لار كښې خنډ دے٬ د کرپشن لعنت زمونږ د ژوند هر اړخ ځپلے دے٬ ضروري ده چې د قام پرمختګ او د وګړو د جائزو حقونو ترلاسه كولو لپاره په هره كچه د بدعنواني خاتمه وړومبې شرط وګرځي۔ ده ووئيل د بدعنوانۍ په ضد د ملګرو ملتونو د كنونشن لاسليك كونكي په توګه قامي احتساب بيورو پاکستان كښې د بدعنواني په ضد د جنګ عزم لري۔ ده ووئيل د بدعنوانۍ مخنيوي نړيواله ورځ مونږ ټولو لپاره د لوظ د تجديد ورځ ده ۔ مونږ پوخ باور لرو چې د بدعنوانۍ مخنيوي اقدامات سره به نه يوازې په حكومتي ادارو د اولس باور بحال شي بلكې خود احتسابي، سپېځلتيا او ذمه داري به هم وده ومومي۔

مزید خبریں