کوئټه 07 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د سندھ کلچر ډے په موقع د سندھ اولس ، حکومتِ او ټوله نړۍ كښې مېشته د سندھ کمیونټي له مباركي وركړې ده۔په خپل پیغام كښې ده ووئيل د سندھ تهذیب د نيمي اوچي پخوانو كلتورونو كښې يو دے،كوم چې د امن، برداشت، محبت، رواداری او صوفی روایت نمائندہ دے۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ ووئيل اجرك او …
د سندھ ثقافت د امن، برداشت، محبت، روادارۍ او صوفی روایت نمائندہ دے۔ میر سرفراز بګټي
کوئټه 07 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د سندھ کلچر ډے په موقع د سندھ اولس ، حکومتِ او ټوله نړۍ كښې مېشته د سندھ کمیونټي له مباركي وركړې ده۔په خپل پیغام كښې ده ووئيل د سندھ تهذیب د نيمي اوچي پخوانو كلتورونو كښې يو دے،كوم چې د امن، برداشت، محبت، رواداری او صوفی روایت نمائندہ دے۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ ووئيل اجرك او د سندھ ټوپۍ يواځې د زیبائش برخه نه بلكه په پيړو پخوانې تهذیبی شناخت او امناكه رویّو علامت دې۔ده ووئيل نن ورځ نه يواځې د سندھ د ثقافتی ورثے جشن دے بلکه پاکستان په ټولو كښې د ورورولۍ، بین الصوبائی همغږۍ او يووالي د قوي پیغام تجدید هم كوي۔په خپل بيان كښې میر سرفراز بګټي ووئيل بلوچستان او سندھ تاریخی، سماجی او معاشی خپلولۍ لري۔ دواړه صوبے عمر له د يو بل غم او خوشحالۍ كښې شريك وي او اولس هم په كلتوري توګه يو بل ته نزدې دي۔











