پېښور 06 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د هزاره ډویژن ټرانسپورټ ایسوسی ایشن پلاوي د بیرسټر شهیر عالم په مشرۍ كښې ملاقات کړی۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ریلیشنز آفیسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې د اېسوسی ایشن صدر جان عالم ، نائب صدر ذوهیب عالم او عمر شامل وو۔د پیپلز ګوند صوبائی ډپټی جنرل سیکریټری ابرار سعید سواتی …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د هزاره ډویژن ټرانسپورټ ایسوسی ایشن پلاوي ملاقات
پېښور 06 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د هزاره ډویژن ټرانسپورټ ایسوسی ایشن پلاوي د بیرسټر شهیر عالم په مشرۍ كښې ملاقات کړی۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ریلیشنز آفیسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې د اېسوسی ایشن صدر جان عالم ، نائب صدر ذوهیب عالم او عمر شامل وو۔د پیپلز ګوند صوبائی ډپټی جنرل سیکریټری ابرار سعید سواتی هم په دې موقع موجود وو۔پلاوي سره خبرو كښې ګورنر فیصل کریم کنډي ووئيل اولس له د تګ راتګ سهولیات وركولو كښې ټرانسپورټرز مهم كردار ترسره كوي۔پلاوي ګورنر د هزاره ډویژن ټرانسپورټرز ته پېښو ستونزو څخه خبر كړو۔ګورنر د اړوندو چارواكو مسئې اوريدلو سره په سمدستي توګه حل كولو له د ګامونو پورته كولو سپارښتنه وكړه۔









