د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د پي پي پي باجوړ لارښود كفايت الله خان په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات

پېښور 06 دسمبر (اے پي پي) د خيبرپختونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټي باجوړ لارښود كفايت الله خان په مشرۍ كښې پلاوي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړی۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې د ضلع باجوړ ماموند پرائيويټ سكول ايسوسي ايشن نمائنده اياز خان، پرنسپل ماموند پبلك هائي سكول سيوئي، محمد اسماعيل، پرنسپل …

پېښور 06 دسمبر (اے پي پي) د خيبرپختونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټي باجوړ لارښود كفايت الله خان په مشرۍ كښې پلاوي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړی۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې د ضلع باجوړ ماموند پرائيويټ سكول ايسوسي ايشن نمائنده اياز خان، پرنسپل ماموند پبلك هائي سكول سيوئي، محمد اسماعيل، پرنسپل رهبر پبلك هائي سكول كمرسر، صلاح الدين، پرنسپل هلال پبلك هائي سكول مينه، ملك مشهور خان او زاهد الله شامل وو۔ ملاقات په مهال پلاوي د خېبر پښتونخوا ګورنر د تعليمي مسئلو او نجي تعليمي ادارو ته پېښو ستونزو څخه خبر كړو۔ ګورنر فيصل كريم كنډي د پلاوي مسئلې واوريدلې او اړوندو محكمو سره ئې د رابطے كولو سره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا او په خاص توګه ضم شوې ضلعو كښې د تعليم ودې لپاره سنجيده اقدامات ته اړتيا ده، صوبه كښې پرائيويټ تعليمي اداري لوئ اهميت لري۔ ده پلاوي له باور وركړو چې د هغوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔