د خيبر پښتونخوا ګورنر د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف په توګه د تعيناتۍ هركلے

پېښور ۔ 05 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د صدر مملكت آصف علي زرداري لخوا د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف په توګه د تعيناتۍ منظوري خوشبينه ګرځولې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د چیف آف ډیفنس فورسز په …

پېښور ۔ 05 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د صدر مملكت آصف علي زرداري لخوا د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف په توګه د تعيناتۍ منظوري خوشبينه ګرځولې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د چیف آف ډیفنس فورسز په حېث تعيناتي يوه تاريخي پرېكړه ده كومه به چې د هېواد سلامتيا او دفاعي نظام لا مضبوطه كړي۔ ګورنر ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر پیشه ور خذمات ٬ قائدانه صلاحيتونه او د هېواد دفاع لپاره د هغه غېر معمولي هڅې ټول قام لپاره د وياړ وړ دي۔ ګورنر د ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د ملازمت په موده كښې د دوو كالو پراختيا خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د پاك هوائي پوځ په عصري بنيادونو مشري او په دفاعي تګلاره كښې د هغه كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د منطقې په روانه وضعه كښې به د ده په مشرتابه كښی پاك ھوائي پوځ لا په مضبوط او مستحكم ډول د هېواد دفاع ذمه واري ترسره كړي۔ ګورنر دواړو اعلی عسكري مشرانو له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د هېواد بقا ٬ امن او دفاع كښې د دوئي ذمه وارۍ زياتې مهمې دي او ټول قام دوئي لپاره لاس په دعا دے۔

مزید خبریں