د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره تهرائيوو پاكستان څلور كسيز پلاوي ملاقات

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د تهرائيوو پاكستان څلور كسيز پلاوي پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي كښې حسن سجاد خان٬فراز خان سليماني٬عبيد الله خان او سيد حسين علي شاه شامل وو۔د پيپلز پارټۍ صوبائي ډپټي جنرل سېكرټري ابرار سعيد سواتي هم د هغه سره ؤ ۔پلاوي ګورنر ته …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د تهرائيوو پاكستان څلور كسيز پلاوي پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي كښې حسن سجاد خان٬فراز خان سليماني٬عبيد الله خان او سيد حسين علي شاه شامل وو۔د پيپلز پارټۍ صوبائي ډپټي جنرل سېكرټري ابرار سعيد سواتي هم د هغه سره ؤ ۔پلاوي ګورنر ته د هزاره ټيك فيسټا 2025 كښې ګډون او د تنظيم سرپرست اعلٰی په توګه د ذمه وارۍ قبلولو بلنه وركړه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كندي د تهرائيوو پاكستان اقدام ستائېلو سره ووئېل د صوبې ځوانانو ته د جديد ټيكنالوجۍ٬انووېشن او تعليمي موقعو سره تړلے پروګرام د اهميت وړ دے۔ده د ځوانانو استعداد زياتولو لپاره د هر ممكنه مرستې باور هم وركړو۔

مزید خبریں