د بلوچستان حكومت د مسيحي ملازمانو لپاره د دسمبر تنخاګانې د وړاندې نه د جاري كولو نوټيفكيشن جاري كړو

كوئټه 03 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان حكومت د خزانې محكمې د صوبې ټولو مسيحي سركاري ملازمانو او پنشنرز ته د كرسمس به مناسبت سره دسمبر 2025 تنخاګانې او پنشن د وړاندې نه د ادا كولو نوټيفيكېشن جاري كړے دے۔د بلوچستان حكومت د خزانې محكمې لخوا جاري حكم نامې نمبر FD(R-I) VI-9/2025/1426-1545 له مخې د دسمبر مياشت تنخاګانې كومې چې د معمول له مخې په وړومبۍ جنوري 2026 ادا …

كوئټه 03 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان حكومت د خزانې محكمې د صوبې ټولو مسيحي سركاري ملازمانو او پنشنرز ته د كرسمس به مناسبت سره دسمبر 2025 تنخاګانې او پنشن د وړاندې نه د ادا كولو نوټيفيكېشن جاري كړے دے۔د بلوچستان حكومت د خزانې محكمې لخوا جاري حكم نامې نمبر FD(R-I) VI-9/2025/1426-1545 له مخې د دسمبر مياشت تنخاګانې كومې چې د معمول له مخې په وړومبۍ جنوري 2026 ادا كول وې٬ اوس به دا د دسمبر په 22مه نيټه كال 2025 ادا كولې شي دغسې چې مسيحي ورورولي په ټوله صوبه كښې د دسمبر په 25مه نيټه د كرسمس تهوار چمتوالے اونيسي۔نوټيفكيشن له مخې د حكومتي پريكړې مقصد د كرسمس په موقع مسيحي سركاري ملازمين او پنشنرز ته مالي آسانۍ وركول دي ۔

مزید خبریں