ډېره مراد جمالي ٬ د پخواني وزيراعظم پينځم تلين په روجهان جمالي كښې د عقيدت او احترام سره ونمانځلے شو

ډېره مراد جمالي۔ 2 دسمبر(اے پي پي) د پخواني وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي پينځم تلين د جعفر آباد په سيمه روجهان جمالي كښې د عقيدت او احترام سره ونمانځلے شو۔ به دې مهال د حق رسېدلي لپاره فاتحه خواني او لاس نيوه وشوه۔ د تلين په دستوره كښې د پخواني وزيراعظم مير ظفر الله جمالي زوي او پخواني صوبائي وزير مير عمران خان جمالي ٬ پخواني ايم اين …

ډېره مراد جمالي۔ 2 دسمبر(اے پي پي) د پخواني وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي پينځم تلين د جعفر آباد په سيمه روجهان جمالي كښې د عقيدت او احترام سره ونمانځلے شو۔ به دې مهال د حق رسېدلي لپاره فاتحه خواني او لاس نيوه وشوه۔ د تلين په دستوره كښې د پخواني وزيراعظم مير ظفر الله جمالي زوي او پخواني صوبائي وزير مير عمران خان جمالي ٬ پخواني ايم اين اے مير فريد الله خان جمالي او پخواني وفاقي وزير او د پيپلز پارټي لارښود مير چنګېز جمالي بشمول د كورنۍ وګړو او نورو سياسي او سماجي شخصيات ګډون وكړو۔ ګدون كوونكو په قبر څادر وغوړولو او د حق رسېدلي هېواد او قام لپاره خدمات ته يې پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ په دې مهال د هغه زوي مير عمران خان جمالي مېډيا ته ووئېل د پخواني وزيراعظم ژوند د قامي خدمت او مخلصۍ سره د شرافت سياست كولو په سبب د پرانستې كتاب غوندې وه ٬ مونږ به د مير ظفر الله جمالي مشن مخ په وړاندې بيايو۔

مزید خبریں